په غزني كې ۱۵ پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

په غزني كې د امنيتي ځواكونو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ په جګړو كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، وسله والو مخالفينو نن سهار شاوخوا يوه بجه د غزني ښار د درېيمې امنيتي حوزې پر دوو امنيتي پوستو بريدونه وكړل او نښتو د سهار تر درېيو بجو دوام درلود.