په غزني كې د امنيتي ځواكونو او د دولت د وسله والو مخالفينو ترمنځ په جګړو كې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دې ولايت د والي وياند محمد عارف نوري كليد ته وويل، وسله والو مخالفينو نن سهار شاوخوا يوه بجه د غزني ښار د درېيمې امنيتي حوزې پر دوو امنيتي پوستو بريدونه وكړل او نښتو د سهار تر درېيو بجو دوام درلود.
د هغه په وينا، مرستندويه ځواكونه، چې سيمې ته روان وو، د وسله والو مخالفينو له كمين او د ماين له چاودنې سره مخ شول.
نوري زياته كړه، په دغو پېښو كې د غزني ښار د درېيمې امنيتي حوزې د امر مجيب الرحمان محمودي په ګډون نهه پوليس وژل شوي او شپږ تنه نور ټپيان دي.
د غزني د والي وياند په يادو نښتو كې وسله والو مخالفينو ته هم د مرګ ژوبلې اوښتو ادعا وكړه، خو كره معلومات يې ور نه كړل.
وسله والو طالبانو بيا په دې ولايت كې د ۱۶ افغان سرتېرو د وژلو او يوه بل د نيولو ادعا كړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


