د بنګله دېش په پايتخت ډاكه كې تېره ورځ اور لګېدنې لسګونو كسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
اور لګېدنه په يوې ۲۲ پوړيزې ودانۍ كې رامنځته شوې، چې له كبله يې د راپورونو پر بنسټ، لږ تر لږه ۱۹ تنه وژل شوي او شاوخوا ۷۰ نور ټپيان دي.
ځايي اوسېدونكي وايي، په دې ودانۍ كې ځينو اوسېدونكو كسانو له اوره د ژغورلو په هدف ځانونه له پنجرو لاندې غورځولي دي.
اطفايې، پوليسو او د بنګله دېش سمندري ځواكونو له زيانمنو شوو خلكو سره د مرستې لپاره يو ځاى همكاري كړې ده.
د يادونې وړ ده، چې شاوخوا يوه مياشت وړاندې هم په ډاكه كې اور لګېدنې لږ تر لږه ۷۰ تنه وژلي وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


