د بادغيس په جوند او قادس ولسواليو كې سېلابونو اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د دغه ولايت د والي وياند جمشېد شهابي نن كليد ته وويل، د لومړنيو معلوماتو پر بنسټ، د سختو بارانونو له كبله راوتلو سېلابونو په يادو ولسواليو كې د دوو ماشومانو په ګډون درې تنه وژلي او پنځه نور يې ژوبل كړي دي.
د نوموړي په خبره، د دې سېلابونو په ترڅ كې دوه ماشومان لادركه شوي هم دي.
شهابي زياته كړه، سېلابونو په بادغيس كې سلګونه د استوګنې كورونه او دوكانونه او زياته اندازه كرنيزه ځمكه زيانمنه كړې ده.
د هغه په وينا، د سروې ټيمونه د ولايت زيانمنو شوو سيمو ته لېږل شوي دي.
دا په داسې حال كې ده، چې د ورښت موسم له پيله تراوسه په بادغيس كې ۱۱ تنه وژل شوي او له ۳۰ زيات نور ټپيان دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


