د كورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال جنرال خوشحال سادات وايي، د كركټ لوبې د ۱۲ كلن تښتول شوي لوبغاړي احمد قريشي قضيه خپله تعقيبوي او په وينا يې، د هر افغان ژوند ورته مهم دى او ژغورل يې خپل مسووليت بولي.
نوموړي پر خپله فېسبوك پاڼه د قريشي كورنۍ ته ډاډ وركړى، چې پوليس به په دې قضيه كې هېڅ ډول غفلت ونه كړي.
سادات ويلي، انسان تښتوونکي دې دا تنکى لوبغاړى ورته له کوم زيان رسولو پرته ژر تر ژره خوشې کړي.
د ده په خبره، پوليس د انسان تښتوونکو په اړه جدي دي او هېڅ رحم به پرې ونه شي.
۱۲ کلن کرکټر احمد قريشي، چې په وړوکي راشد ارمان مشهور دى، د كورنۍ په وينا يې، د تېرې يكشنبې په ماښام د ننګرهار له سپين غر کرکټ اکاډمۍ نه خپل کور ته پر لاره و، چې لادرکه شو.
د قريشي تښتوونكو د هغه د خوشې كولو په بدل كې ۳۰۰ زره امريكايي ډالر غوښتي دي.
بايد وويل شي، چې څه موده وړاندې د مهسا په نوم شپږ كلنه ماشومه، چې د يوه صراف لور وه، له تښتولو وروسته انسان تښتوونكو ووژله او وروسته يې جسد په كابل ښار كې وموندل شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


