د بلخ په څو ولسواليو كې سېلابونه راوتلي

په بلخ كې سېلابونو د دغه ولايت اوسېدونكو ته مالي زيانونه اړولي دي.
د بلخ د والي وياند منير احمد فرهاد نن كليد ته وويل، لومړني راپورونه ښيي، په دې ولايت كې د سختو بارانونو له كبله، چې اوس هم دوام لري، په زارع، شولګرې او كشندې ولسواليو كې زياتې كرنيزې ځمكې ويجاړې شوي او همدارنګه د مزار شريف – دره صوف سړك په نسبي توګه زيانمن شوى دى.