په بلخ كې سېلابونو د دغه ولايت اوسېدونكو ته مالي زيانونه اړولي دي.
د بلخ د والي وياند منير احمد فرهاد نن كليد ته وويل، لومړني راپورونه ښيي، په دې ولايت كې د سختو بارانونو له كبله، چې اوس هم دوام لري، په زارع، شولګرې او كشندې ولسواليو كې زياتې كرنيزې ځمكې ويجاړې شوي او همدارنګه د مزار شريف – دره صوف سړك په نسبي توګه زيانمن شوى دى.
نوموړى وايي، تر دا مهاله د ځاني زيانونو راپور نه دى وركړل شوى او د ورښت د دوام په سبب د مالي زيانونو كچه هم معلومه نه ده.
بلخوا د وروستيو ورښتونو په پايله كې په جوزجان كې هم سېلابونه راوتلي، خو تر دې دمه يې د ځاني او مالي زيانونو په تړاو معلومات نه دي ترلاسه شوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


