اسير: بين الافغاني خبرې كولاى شي په هېواد كې تلپاتې سوله رامنځته كړي

په داسې حال كې، چې سولې ته تر بل هر وخت هيلې ډېرې شوي، د افغانستان د ولسي حركت ګوند بين الافغاني سوله غواړي.
د دغه ګوند د دارالانشاء رئيس علي احمد اسير د جمعې په ورځ په هېواد كې د سياسي او امنيتي وضعيت په تړاو د نوموړي ګوند لخوا په جوړه شوې غونډه كې وويل، بين الافغاني خبرې كولاى شي په هېواد كې تلپاتې سوله رامنځته كړي.