په داسې حال كې، چې سولې ته تر بل هر وخت هيلې ډېرې شوي، د افغانستان د ولسي حركت ګوند بين الافغاني سوله غواړي.
د دغه ګوند د دارالانشاء رئيس علي احمد اسير د جمعې په ورځ په هېواد كې د سياسي او امنيتي وضعيت په تړاو د نوموړي ګوند لخوا په جوړه شوې غونډه كې وويل، بين الافغاني خبرې كولاى شي په هېواد كې تلپاتې سوله رامنځته كړي.
نوموړي د پاكستان د لومړي وزير عمران خان وروستيو څرګندونو ته، چې په افغانستان كې يې د لنډمهاله حكومت په اړه كړې وې، په اشارې سره زياته كړه، افغانان د خپل نظام او ملي يووالي په جوړولو كې د هېچا د لاسوهنو زغم نه لري.
په ورته وخت كې د ياد ګوند بل غړي ادريس احساس وويل، افغانان داسې سوله غواړي، چې ټول ملي او اسلامي ارزښتونه او د وروستيو شاوخوا دوه لسيزو لاسته راوړنې په كې ساتل شوې وي.
په همدې حال كې د افغانستان د ولسي حركت ګوند يوې غړې سيما عارفي د سولې لپاره هيله مندي څرګنده كړه او په وينا يې، اوسمهال افغانان تر بل هر وخت سولې ته نېږدې شوي او د جګړې له ښكېلو لورو يې وغوښتل، چې د سولې په تړاو كوټلي ګامونه اوچت كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې ټاكل شوې تر راتلونكو دوه اونيو پورې په قطر كې د طالبانو او افغان سياسيونو ترمنځ د مسكو د غونډې په دوام دوهمه غونډه جوړه شي، دغه راز د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم د افغان سولې په تړاو خپل شپږم سفر پيل كړى، چې د دغه سفر په ترڅ كې به په قطر كې له طالب استازو سره شپږم پړاو خبرې هم وكړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


