ads

په راتلونکو دوو اونيو کې په دوحه کې د طالبانو او افغان سياستوالو غونډه جوړېږي

ټاکل شوې په راتلونکو دوو اوونیو کې د قطر په پلازمینه دوحه کې له طالبانو سره د افغان سیاستوالو بله ناسته جوړه شي.

نویسنده: mayar
8 وری 1398
په راتلونکو دوو اونيو کې په دوحه کې د طالبانو او افغان سياستوالو غونډه جوړېږي

ټاکل شوې په راتلونکو دوو اوونیو کې د قطر په پلازمینه دوحه کې له طالبانو سره د افغان سیاستوالو بله ناسته جوړه شي.
د یادې غونډې د چمتوالي لپاره د قطر یوه پلاوي په کابل کې له یو شمېر حکومتي او د حکومت له چوکاټه بهر سیاستوالو سره کتلي دي.
اجراییه رییس پرون په سپیدار ماڼۍ کې ویلي، د قطر پلاوي ورته ویلي چې دوی هڅه کوي له طالبانو سره د طالبانو یوه ناسته په دوحه کې جوړه کړي.
عبدالله ویلي په بل پړاو خبرو کې ډېر امکان لري چې افغان حکومت هم برخه واخلي. دا په داسې حال کې ده چې د قطر د بهرنیو چارو وزارت پلاوي چې مشري یې مطلق بن ماجد القحطاني کوله، په کابل کې له افغان چارواکو او د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون له یو شمېر ساستوالو سره دې ناستې ته پر چمتوالي خبرې کړې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA