ads

رولا غني: له ښځو سره د مرستو تر شا سياسي اهداف نشته

د هېواد د لومړۍ مېرمنې بي بي ګل رولا غني دفتر تاييد کړې چې د هغه په نوم د ننګرهار له بې وزلو مېرمنو سره د پيسو مرسته شوې، خو د دې هڅې تر شا هېڅ ډول سياسي اهداف وجود نه لري.

نویسنده: mayar
8 وری 1398
رولا غني: له ښځو سره د مرستو تر شا سياسي اهداف نشته

د هېواد د لومړۍ مېرمنې بي بي ګل رولا غني دفتر تاييد کړې چې د هغه په نوم د ننګرهار له بې وزلو مېرمنو سره د پيسو مرسته شوې، خو د دې هڅې تر شا هېڅ ډول سياسي اهداف وجود نه لري.
رولا غني هم پرون د ميندو د مړينې کمولو ته د ژمنتيا په مراسمو کې دې خبرې ته اشاره وکړه او ويې ويل، د تېر مېلادي کال په پای کې يو څه اضافي بودجه پاتې وه او وروسته د ماليې او عامې روغتيا وزارت د لومړۍ مېرمنې په وړانديز هوکړه وکړه چې دغه پيسې بې وزله ښځو ته روغتيايي مرکزونو ته د تګ لپاره د کرايې په توګه ورکړي.
رولا غني د دې پیسو ټوله کچه څرګنده نه کړه، خو ويې ويل چې هرې مېرمنې ته ۵۰۰ افغانۍ ورکړل شوې دي. د نوموړې په خبره، د دې کار تر شا يې هېڅ سياسي هدف نه و او يوازې يې غوښتل له بې وزله ښځو سره مرسته وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA