روسیه وايي، په افغانستان کې د نظام د څرنګوالي په تړاو بايد د افغانستان خلک پرېکړه وکړي نه حکومت.
په کابل کې د روسیې سفیر له يوې خصوصۍ رسنۍ سره په مرکه کې ويلي، که غوښتنه دا وي چې طالبان په سیاسي نظام کې برخه واخلي، نو باید د حل یوه لار ورته پیدا کړل شي او دا د حل لار باید د افغانستان خلک، سیاسي ګوندونه او اغېزمنې څېرې ولټوي.
په کابل کې د روسیې سفیر، الکساندر مانتیتسکي وايي، که خلک موقته اداره غواړي هم بايد يو کار وشي او دا پرېکړه دې خلک، سياسي څېرې او ګوندونه وکړي.
مانتيتسکي په دوحه کې د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د بندو دروازو ترشا د خبرو په تړاو هم اندېښنه نه لري، خو دا چې ولې هوکړه نه ده شوې، دا یې اندېښنه ده.
کابل کې د روسیې سفیر وايي، دوی اوس د دې خبرو اترو په تړاو اندېښنه نه لري خو اندېښنه يې دا ده چې بايد يوه هوکړه وشي، د اوربند، د بهرنيو ځواکونو د وتلو د نېټې او له دې پرته سوله ناشونې ده.
همداراز مخکې له دې د پاکستان لومړي ویز عمران خان هم د افغانستان د راتلونکې نظام په تړاو او د یوې موقتې ادارې د رامنځته کولو په برخه خپل نظر څرګند کړی وو چې افغانستان کې له غبرګونونو سره مخامخ شو


