ads

د بښنې نړيوال سازمان پاکستان ته: د خلکو بې درکه کول ودروﺉ

د بښنې نړیوال سازمان پرون پر پاکستان غږ کړی دی چې ژر تر ژره د خلکو د بې درکه کېدو لړۍ بنده کړي او ددې کار د مخنیوي لپاره ټول اړین تدابیر ونیسي.

نویسنده: mayar
8 وری 1398
د بښنې نړيوال سازمان پاکستان ته: د خلکو بې درکه کول ودروﺉ

د بښنې نړیوال سازمان پرون پر پاکستان غږ کړی دی چې ژر تر ژره د خلکو د بې درکه کېدو لړۍ بنده کړي او ددې کار د مخنیوي لپاره ټول اړین تدابیر ونیسي.
د بشري حقونو د ملاتړ دې سازمان ویلي، د وګړو جبري بې درکۍ له ډېرې مودې راهیسي د پاکستان پر لمن تور داغ دی.
یاد سازمان ویلي، په پاکستان کې د توکمیزو او مذهبي لږکیو ټول غړي، د بشري حقونو مدافعان، سیاسي فعالان، د وسله والو او داسې مذهبي ډلو غړي چې فعالیت یې منع دی لادرکه شوي دي.
په پاکستان کې په دې اړه د څېړنې ځانګړي کمیسیون ویلي، چې لږ تر لږه د ۲۱۷۸ کسانو د بې درکۍ دوسیې ورسره پرتې دي.
په ورته وخت کې په پاکستان کې د بشري څارنې یو شمېر خپلواکې ډلې او مدني فعالان بیا پر دې کمیسیون تور پوري کوي چې ددې ستونزې د عاملانو پر وړاندې یې له خپل ټول صلاحیته کار نه دی اخیستی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA