يو شمېر اوسني او پخواني امريکايي چارواکي وايي، ښايي جمهور رييس غني د سولې د هڅو مخه ونیسي ځکه له دې کبله ډېر غوسه دی چې له دې پروسې لرې پاتې شوی.
رويټرز خبري اژانس د امريکايي چارواکو په حواله ليکي، جمهور رييس غني پر خپله واکمنۍ د دې وضعيت د اغېز په تړاو اندېښنه لري.
له بل لوري، افغان چارواکو هم روېټرز ته ویلي چې جمهور ريیس غني د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له خوا د سولې دا ډول خبرې ځانته ته شخصي خیانت او د طالبانو د غوښتنو په وړاندې د امریکا تسلیمي ګڼي.
یوه افغان چارواکي چې نه غواړي نوم يې واخیستل شي، روېټرز ته ویلي، خلیلزاد غواړي ځان د سولې اتل څرګند کړي، خو جمهور رييس غني نه غواړي، د یوه شریر او بدمعاش به بڼه وپېژندل شي.
د سولې د خبرو په تړاو د کابل او واشنګتن اختلافات وروسته له دې څرګند شول چې د افغانستان د ملی امنیت سلاکار حمدالله محب دوه اونۍ مخکې په امریکا کې په خلیلزاد سخت انتقاد وکړاو تور یې ولګاوه چې نوموړی د سولې د هڅو له لارې واک ته د رسېدو په لټه کې دی.
یوه امریکايي چارواکي چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، روېټرز ته ویلی، غني دېته اندېښمن دی چې که چېرې انتقالی حکومت جوړ شي، نو دی به واک له لاسه ورکړي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


