ads

هند افغانستان ته ۴ جنګي الوتکې ورکوي

هندي رسنۍ وايي، هند له افغانستان سره د ۴۰ جنګي الوتکو مرسته کوي.

نویسنده: mayar
7 وری 1398
هند افغانستان ته ۴ جنګي الوتکې ورکوي

هندي رسنۍ وايي، هند له افغانستان سره د ۴ جنګي الوتکو مرسته کوي.
د دې راپورونو له مخې، هند له بلاروس سره تړون کړی، چې افغانستان ته څلوېښت جنګي الوتکې برابرې کړي.
له بل لوري په هند کې د افغانستان پخواني سفير او اوس مهال د جمهوري رياست نوماند شيدا محمد ابدالي هم دا راپورونه تاييد کړي دي او ويلي دي چې په راتلونکو څو مياشتو کې به دغه الوتکې افغان ځواکونو ته وسپارل شي.
د ابدالي په خبره، د دې الوتکو ټول لګښت هم هند ورکوي.
د يادولو ده چې هند تر دې وړاندې هم له افغان حکومت سره د جنګي الوتکو مرسته کړې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA