ads

زلمي خليلزاد د افغان سولې لپاره د سيمې نوی سفر پيل کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، زلمي خليلزاد د افغانستان د سولې د خبرو لپاره خپل نوی سفر پيل کړی دی.

نویسنده: mayar
7 وری 1398
زلمي خليلزاد د افغان سولې لپاره د سيمې نوی سفر پيل کړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت وایي، زلمي خليلزاد د افغانستان د سولې د خبرو لپاره خپل نوی سفر پيل کړی دی.
ددغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې زلمی خلیلزاد به دا ځل، افغانستان، قطر، برېتانیا، بلجیم، پاکستان، ازبکستان او اردن ته سفرونه ولري.
زلمی خلیلزاد به په دې سفر کې د امریکا له متحدو هېوادونو سره پر افغان سولې خبرې کوي او همدا راز به هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو زمینه برابره کړي. هغه به افغانستان ته راځي او یو ځل بیا به د خپلو ټولو فعالیتونو او نویو پلانونو په اړه افغان حکومت ته معلومات ورکوي.
بل پلو خلیلزاد بیا پر خپل ټوېټر لیکلي، چې په واشنګټن کې یې دوه تېرې اونۍ له لاس ته راوړنو ډکې وې او د افغان سولې لپاره یې ماموریت تر دې دمه بریالی دی. نوموړي په خپل ټوېټر په انګليسي ژبه دا خبرې کړې دي.

دده په خبره دی هڅه کوي چې د افغانانو ترمنځ د مخامخ مذاکراتو او په دغه هېواد کې ددایمي ثبات لپاره لار هواره کړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA