ads

فيفا: خلک له کمېسيونونو د رڼو ټاکنو غوښتنه لري

ولس له ټاكنيزو كمېسيونونو غواړي چې د ژمنو پرځاى د رڼو او عادلانه ټاكنو د ترسره كولو لپاره عملي اقدامات ترسره كړي.

نویسنده: mayar
7 وری 1398
فيفا: خلک له کمېسيونونو د رڼو ټاکنو غوښتنه لري

ولس له ټاكنيزو كمېسيونونو غواړي چې د ژمنو پرځاى د رڼو او عادلانه ټاكنو د ترسره كولو لپاره عملي اقدامات ترسره كړي.
د ازادو او عادلانه ټاكنو بنسټ يا فيفا نن په يوه خبري غونډه كې د ټاكنو په تړاو له خلكو سره د مشورو راپور خپور كړ.
د فيفا د پروګرامونو مسول محمدنعيم اصغري وويل، حكومت او كمېسيونونو ته د خلكو پيغام دا دى چې كه غواړي خلك په ټاكنو كې ګډون وكړي نو د ژمنو پرځاى دې د رڼو ټاكنو د ترسره كولو لپاره عملي اقدامات ترسره كړي او له فساد سره دې جدي مبارزه وكړي.
اصغري زياته كړه، حكومت هم بايد په روښانه خلكو ته ووايي، چې ټاكنې ترسره كولاى شي او كنه او د ټاكنو په تړاو خپل مالي او سياسي مسوليتونه تر كومه بريده ادا كولاى شي.
دا په داسې حال كې ده چې ټاكل شوې د روان كال د تلې مياشتې په شپږمه نېټه د جمهوري رياست ټاكنې ترسره شي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA