افغانستان د عمران خان د وروستيو څرګندونو په غبرګون كې له اسلام اباده خپل سفير کابل ته را غوښتی.
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت احمدي وايي، په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت د جوړېدو په اړه د عمران خان وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې څرګنده لاسوهنه ده.
د احمدي په وینا، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له اسلاماباده خپل سفیر عاطف مشعل د مشورې او پهدې اړه د اعتراض په توګه کابل ته راغوښتی دی.
له بل لوري د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد، بيا د عمران خان وروستۍ څرګندونې ښې نه دي ګڼلې.
د خلیلزاد په وینا د افغانستان راتلونکی د افغانانو لپاره دی او یوازې هغوی یې په اړه پریکړه کوي.
زلمي خلیلزاد زیاته کړې، د نړیوالې ټولنې رول دا دی چې افغان په خپلو کې راټولېدو ته وهڅوي.
عمران خان پرون دا څرګندونې وکړې او د افغان حکومت دريځ يې سولې په وړاندې ستر خنډ وباله
تر دې وړاندې پخواني جمهور رييس حامد کرزي هم د عمران څرګندونې غندلې وې
د پاکستان اېکس پرېس ټربیون ورځپاڼې د عمران خان له قوله دا هم ویلي چې د یو بې طرفه مؤقت حکومت جوړېدل، د افغانستان د ستونزې د هواري یوازینۍ لاره ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

