د نړۍ ګڼو هېوادونو د امريکا له لوري د جولان پر لوړو د اسراييلي حاکميت په رسميت پېژندل غندلي دي.
ملګرو ملتونو ويلي، وضعيت بدلون نه دی کړی او د جولان د لوړو په تړاو د دغه سازمان سياست ښکاره دی.
د ملګرو ملتونو په پرېکړه ليک کې د جولان لوړې د اسراييلو له لوري د سوريې اشغالي سيمې بلل شوې دي.
سعودي عربستان هم د امريکا دا پرېکړه غندلې او ټينګار يې کړی، چې دغه ډول هڅې به حقايق بدل نه کړي.
رياض وايي، دا ګام په منځنۍ اسيا کې د سولې پر بهير، امنيت او ثبات ښکاره منفي اغېز کولای شي.
ترکيې بيا ويلي، امريکا يو ځل بيا نړيوال قوانين له پامه وغورځول.
د دې هېواد د بهرنيو چارو وزير مولود چاووش اوغلو پر خپله ټويټر پاڼه ليكلي، د امريکا دغه هڅه به هېڅکله د جولان لوړې د اسراييلو برخه نه کړي.
اخوا روسيې خبرداری ورکړی، چې دغسې څه به په سيمه کې وضعيت بدتره کړي.
بل پلو بريتانيا وايي، د جولان لوړې د سوريې برخه ګڼي او هېڅکله به يې په دې اړه سياست بدلون ونه کړي.
خپله سوريې هم د امريکا تازه پرېکړه غندلې او ټينګار يې کړی، چې جولان د سوريې نه بېلېدونکې برخه ده.
د امريکا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ پرون د يوې اعلاميې په لاسليکولو سره پر جولان لوړو د اسراييل حاکميت په رسميت وپېژاند.
اسراييل په ۱۹۶۷م ميلادي كال كې د اسراييلو او عربو په شپږ ورځنۍ جګړه کې د سوريې دا سيمه ونيوله.


