پخواني جمهور رئيس حامد كرزي په افغانستان كې د يوه لنډمهاله حكومت پر رامنځته كېدو د پاكستان د لومړي وزير عمران خان ټينګار د افغانستان په كورنيو چارو كې د اسلام اباد ښكاره لاسوهنه بللې ده.
كرزي ويلي، افغانان له ګاونډيو او د سيمې له هېوادونو سره د ښو او پر متقابل درناوي د ولاړو اړيكو غوښتونكي دي او په بدل كې يې د پاكستان او نورو هېوادونو له حكومتونو هم غواړي، چې د ښه نيت او دوه اړخيز درناوي پر بنسټ له دا ډول څرګندونو او د افغانستان په كورنيو چارو كې له مداخلې ډډه وكړي.
د پاكستان لومړي وزير عمران خان پرون خبريالانو ته وويل، د افغانستان د سولې بهير هغه وخت برياليتوب ته رسېدلی شي، چې په دې هېواد کې يو بې پلوه لنډمهاله حکومت جوړ شي او وکولای شي ټولو ته ازادې ټاکنې ممکنې کړي.
تر دې مهاله افغان حکومت د پاکستاني لومړي وزير د دغو نويو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو عمران خان څه موده مخكې هم په خيبر پښتونخوا کې دغه ډول خبرې کړې وې، چې د کابل توند غبرګون يې را وپاراوه او د افغانستان حکومت په کابل کې د پاکستان د سفارت مستشار احضار کړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


