ads

په ايران کې سېلابونو لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د ايران په شمالي، لوېديځو او جنوب لوېديځو ولايتونو کې د سېلابونو راوتو درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
تر دې مهاله يوازې د فارس ولايت په مركز شيراز کې سېلاب ۱۹ تنه وژلي دي.

نویسنده: mayar
6 وری 1398
په ايران کې سېلابونو لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اړولې

د ايران په شمالي، لوېديځو او جنوب لوېديځو ولايتونو کې د سېلابونو راوتو درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي.
تر دې مهاله يوازې د فارس ولايت په مركز شيراز کې سېلاب ۱۹ تنه وژلي دي.
سېلابونو ګڼ شمېر کورونه ويجاړ کړي، موټرونه يې له يو بل سره وهلي او د برېښنا مزي يې پرې کړي دي.
ايراني چارواکو ويلي، په شيراز کې سېلاب دومره ژر راووت، چې خبرداري ورکولو ته يې وخت ونه موند.
د چارواکو په خبره، د شيراز سېلاب ۱۹ تنه وژلي او شاوخوا ۱۰۰ نور يې ټپيان کړي دي.
د نورو هېوادونو ترڅنګ امريکا هم، چې له ايران سره يې اړيکې ترينګلې دي، پر وروستيو سېلابونو خواشيني څرګنده کړې او له ايرانيانو سره يې مرستې ته چمتووالی ښودلى دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA