فډريکا افغان سوله د اروپايي ټولنې لپاره مهمه وبلله

د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پاليسۍ مشره فډريکا موگېريني د افغانستان د سولې په بهير کې د پاکستان رول ارزښتناک بولي او وايي، په افغانستان کې سوله نه يوازې د پاکستان په گټه ده، بلكې د اروپايي اتحاديې لپاره هم ډېره مهمه ده.