د اروپايي اتحاديې د بهرنۍ پاليسۍ مشره فډريکا موگېريني د افغانستان د سولې په بهير کې د پاکستان رول ارزښتناک بولي او وايي، په افغانستان کې سوله نه يوازې د پاکستان په گټه ده، بلكې د اروپايي اتحاديې لپاره هم ډېره مهمه ده.
هغې د دوشنبې په ورځ په اسلام اباد كې يوې خبري غونډې ته وويل، اروپايي هېوادونه له پاکستان سره گډ کار کوي، ترڅو په افغانستان کې سوله ټينگه شي.
د موگېريني په وينا، اروپايي اتحاديه د افغانستان د سولې بهير د روانو خبرو ملاتړ کوي او په دې هڅه كې ده، چې په افغانستان کې سولې ته دواړه اړخونه وهڅوي او په دې تړاو گټور رول ولوبوي.
بلخوا د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي په ياده خبري غونډه كې ژمنه وکړه، چې هېواد به يې د افغانستان د سولې په بهير کې خپل مسووليتونه ادا کړي.
دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا او طالبانو استازو د قطر په پايتخت دوحه كې پنځه پړاوه مذاكرات كړي او دواړه لوري په كې د پرمختګ خبره كوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


