ads

غني: په هېواد كې د جګړې د ختمولو لپاره له رامنځته شوي فرصته بايد ګټه واخيستل شي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په افغانستان كې روان تاوتريخوالى د سيمه ييزو او نړيوالو شرايطو او د اسلامي نړۍ د تضادونو حاصل دى، چې بايد هر اړخ يې په دقت په پام كې ونيول شي.

نویسنده: mayar
6 وری 1398
غني: په هېواد كې د جګړې د ختمولو لپاره له رامنځته شوي فرصته بايد ګټه واخيستل شي

جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په افغانستان كې روان تاوتريخوالى د سيمه ييزو او نړيوالو شرايطو او د اسلامي نړۍ د تضادونو حاصل دى، چې بايد هر اړخ يې په دقت په پام كې ونيول شي.

هغه نن په ارګ كې د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست له مشرې فډريكا موګېريني سره په ګډه خبري غونډه كې وويل، د افغانستان د ۴۰ كلن بحران د پاى ته رسولو لپاره لوى فرصت برابر شوى او بايد ګټه ترې پورته شي.

جمهور رئيس غني زياته كړه، سوله په هېواد كې په يوه ملي بحث بدله شوې او په دې اړه نور اقدامات به د سولې د مشورتي لويې جرګې د بحثونو په چوكاټ كې ترسره شي.

په دې خبري غونډه كې د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست مشرې د سولې په بهير كې د افغانانو پر رهبرۍ او مالكيت او د تېرو ۱۸ كلونو د لاسته راوړنو پر خونديتوب ټينګار وكړ.

فډريكا موګېريني وويل، طالبان بايد اوربند وكړي او له افغان حكومت سره مخامخ خبرو ته كېني.

نوموړې له طالبانو سره د مذاكراتو لپاره د ملي يووالي حكومت له لوري د يوه ټول شموله پلاوي پر جوړېدو هم ټينګار وكړ.

مېرمن موګېريني وايي، اروپايي اتحاديه به د افغانستان د حكومت او خلكو ترڅنګ وي او ورسره به خپلو همكاريو ته دوام وركړي.

د يادونې وړ ده، چې د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست مشره نن سهار د اسلام اباد له سفر وروسته كابل ته راغله او د ملي يووالي حكومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره يې هم وليدل.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA