د پاکستان لومړي وزير عمران خان يو ځل بيا په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت پر رامنځته کېدو ټينګار وكړ او په وينا يې، د افغانستان اوسنی حکومت د سولې د خبرو په وړاندې تر ټولو ستر خنډ دی.
عمران خان پرون خبريالانو ته وويل، د افغانستان د سولې بهير هغه وخت برياليتوب ته رسېدلی شي، چې په دې هېواد کې يو بې پلوه لنډمهاله حکومت جوړ شي او وکولای شي ټولو ته ازادې ټاکنې ممکنې کړي.
هغه زياته كړه، نه پوهېږي په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت رامنځته کېدل او د ټاکنو ترسره کېدل به څومره وخت ونيسي.
تر دې مهاله افغان حکومت د پاکستاني لومړي وزير د دغو نويو څرګندونو په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی، خو عمران خان څه موده مخكې هم په خيبر پښتونخوا کې دغه ډول خبرې کړې وې، چې د کابل توند غبرګون يې را وپاراوه او د افغانستان حکومت په کابل کې د پاکستان د سفارت مستشار احضار کړ.


