ads

عبدالله د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست له مشرې سره وکتل

د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست مشره فډريكا موګېريني اسلام اباد ته له سفر وروسته نن سهار كابل ته را ورسېده او د ملي يووالي حكومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره يې وليدل.

نویسنده: mayar
6 وری 1398
عبدالله د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست له مشرې سره وکتل

د اروپايي اتحاديې د بهرني سياست مشره فډريكا موګېريني اسلام اباد ته له سفر وروسته نن سهار كابل ته را ورسېده او د ملي يووالي حكومت له اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله سره يې وليدل.
په دې ليدنه كې دواړو لورو د افغانستان د سولې بهير په اړه خبرې وكړې.
عبدالله وويل، په هېواد كې د سولې ټينګښت تېرو تيارو ورځو ته د ستنېدو په معنا نه دى، بلكې د تېرو كلونو د لاسته راوړنو په خونديتوب سره د افغانستان د غښتلي او پياوړي كولو معنا لري.
مېرمن موګېريني بيا د يادې ليدنې په مهال وويل، اروپايي اتحاديه د افغانانو په رهبرۍ او مالكيت د سولې بهير ملاتړ كوي او د افغانستان د جمهوري رياست ټاكنو د ترسره كولو لپاره د چمتووالي په برخه كې به همكاري وكړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA