ads

د نوي لمريز كال په لومړيو پنځو ورځو كې کابو ۱۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د نوي لمريز كال په لومړيو پنځو ورځو كې کابو ۱۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

نویسنده: mayar
6 وری 1398
د نوي لمريز كال په لومړيو پنځو ورځو كې کابو ۱۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې

د نوي لمريز كال په لومړيو پنځو ورځو كې کابو ۱۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، د نوي ۱۳۹۸يم لمريز كال په لومړيو پنځو ورځو کې په دغه هېواد كې ۲۳ ملکي کسان وژل شوي او ۸۰ تنه نور ټپيان دي.
د ياد كمېسيون د وياند بلال صديقي په وينا، ډېرى دا مرګ ژوبله په کابل، هلمند، کندوز، فارياب، ننګرهار او کندهار ولايتونو کې خلكو ته اوښتې ده.
د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په روان لمريز كال كې د ملکي مرګ ژوبلې پر زياتېدو اندېښنه ښيي او په خبره يې، له دې څرګندېږي، چې په جګړه کې ښکېلې خواوې بشري حقونو او نړيوالو بشر دوستانه قواعدو ته درناوى نه ‌کوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA