ads

د بغلان د ولايتي شورا پخوانی مرستيال محبوب الله غفاري ونيول شو

د كورنيو چارو وزارت وايي، له جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو يې تېره ورځ د بغلان د ولايتي شورا پخوانى مرستيال محبوب الله غفاري نيولى دى.

نویسنده: mayar
6 وری 1398
د بغلان د ولايتي شورا پخوانی مرستيال محبوب الله غفاري ونيول شو

د كورنيو چارو وزارت وايي، له جنايي جرمونو سره د مبارزې پوليسو يې تېره ورځ د بغلان د ولايتي شورا پخوانى مرستيال محبوب الله غفاري نيولى دى.
د دې وزارت د وياند د دفتر سرپرست نصرت رحيمي پر خپله فېسبوك پاڼه ليكلي، غفاري، چې د نامسووله وسله والو او زورواكو له ډلې څخه دى او د قتل په يوه قضيه كې تورن هم دى، د كابل ښار د ۱۰مې ناحيې په مربوطاتو كې ونيول شو.
د نوموړي په خبره، دغه تورن كس د پوليسو تر تعقيب لاندې و او څو وارې ترې غوښتل شوي و، چې پوليسو ته حاضر شي، خو هغه سرغړونه كړې وه.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA