ads

نور د سولې د راتګ لپاره د موقت حكومت د جوړېدو هركلى وکړ

د بلخ پخوانى والي او د جمعيت اسلامي ګوند اجرايوي رئيس عطاء محمد نور وايي، كه د سولې راتګ په هېواد كې د يوه موقت حكومت جوړېدو ته اړتيا ولري، هغه مني.

نویسنده: mayar
5 وری 1398
نور د سولې د راتګ لپاره د موقت حكومت د جوړېدو هركلى وکړ

د بلخ پخوانى والي او د جمعيت اسلامي ګوند اجرايوي رئيس عطاء محمد نور وايي، كه د سولې راتګ په هېواد كې د يوه موقت حكومت جوړېدو ته اړتيا ولري، هغه مني.
ده نن په مزار شريف ښار كې د مارشال محمد قسيم فهيم د تلين په نمانځغونډه كې وويل، په واك كې د طالبانو د باعزته ګډون لپاره فداكارۍ ته چمتو دى.
د نور په وينا، د قانون پر بنسټ د راتلونكې غبرګولي مياشتې په لومړۍ نېټه د جمهوري رياست دوره پاى ته رسېږي او وروسته له هغې به محمد اشرف غني ته اجازه ورنه كړي، چې د جمهور رئيس په توګه خپله دنده مخته يوسي.
بايد وويل شي، چې د عطاء محمد نور او مركزي حكومت ترمنځ كړكېچ د بلخ د امنيه قوماندان د بدلون له كبله بياځلي اوج ته ورسېد او نوموړى خبردارى وركوي، كه د ملي دفاع او كورنيو چارو له سرپرست وزيرانو سره شوې هوكړې عملي نه شي، نورې لارې چارې به غوره كړي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA