ټاكل شوې جمهور رئيس محمد اشرف غني نن سهار د ښوونځيو د نوي ۱۳۹۸يم ښوونيز كال د پيل زنګ ووهي او وينا هم وكړي.
د پوهنې وزارت وايي، جمهور رئيس غني او د پوهنې سرپرست وزير محمد ميرويس بلخي به په دې اړه په اماني لېسه كې په جوړو شوو مراسمو كې برخه واخلي.
د يادونې وړ ده، چې هر ښوونيز كال د هېواد د جمهور رئيس له لوري د وري مياشتې په درېيمه نېټه رسماً پيلېږي، خو سږ كال په دې كار كې ځنډ رامنځته شو، چې د خلكو توند غبرګون يې را وپاراوه.
بل پلو د پوهنې وزارت اعلان كړى، چې د هېواد په ښوونځيو كې د نويو زده كوونكو د جذبولو لړۍ د روانې وري مياشتې له درېيمې نېټې پيل شوې او د راتلونكې غويي مياشتې تر ۲۰مې نېټې به دوام ولري.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ