ads

له ۲۵ فيصده زيات افغانان له تبعيض سره مخ دي

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون د يوې څېړنې موندنې ښيي، چې په متوسطه توګه د دغه هېواد ۲۵ اعشاريه څلور فيصده خلك له تبعيض سره مخ شوي دي.

نویسنده: mayar
5 وری 1398
له ۲۵ فيصده زيات افغانان له تبعيض سره مخ دي
111020-S-1034V-146

د افغانستان د بشري حقونو خپلواك كمېسيون د يوې څېړنې موندنې ښيي، چې په متوسطه توګه د دغه هېواد ۲۵ اعشاريه څلور فيصده خلك له تبعيض سره مخ شوي دي.
د ياد كمېسيون رئيسې سيما سمر، چې نن يې په يوه خبري غونډه كې د خپلې څېړنې موندنې له رسنيو سره شريكولې وويل، له افغانانو سره د قومي، مذهبي او ژبني تړاوونو په سبب تبعيض شوى دى.
نوموړې وايي، په دې څېړنه كې د هېواد د ۲۹ ولايتونو له ۳۴۹۸ اوسېدونكو سره مركې شوې دي.
د سمر په خبره، په افغانستان كې ژبنى تبعيض تر نورو زيات دى او ۲۷ اعشاريه نهه فيصده جوړوي.
افغانستان په ۱۹۸۰يم ميلادي كال كې د هر ډول نژادي تبعيض د مخنيوي كنوانسيون لاسليك كړ او له ۲۰۰۳يم ميلادي كال راهيسې دا لومړى راپور دى، چې په دې اړه كې خپرېږي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA