ads

د افغانستان د فوټبال ۲۳ كلنې ملي لوبډلې ماتې وخوړه

د افغانستان د فوټبال د ۲۳ كلنو ملي لوبډلې د اسيا د اتلولۍ په مقدماتي سياليو كې خپله دوهمه لوبه د عمان د فوټبال د ۲۳ كلنو ملي لوبډلې ته د يو په وړاندې په دوو ګولونو وبايلله.

نویسنده: mayar
5 وری 1398
د افغانستان د فوټبال ۲۳ كلنې ملي لوبډلې ماتې وخوړه

د افغانستان د فوټبال د ۲۳ كلنو ملي لوبډلې د اسيا د اتلولۍ په مقدماتي سياليو كې خپله دوهمه لوبه د عمان د فوټبال د ۲۳ كلنو ملي لوبډلې ته د يو په وړاندې په دوو ګولونو وبايلله.
دا لوبه تېر ماښام په تايلنډ كې ترسره شوه، لومړۍ نيمايي يې په ۰-۰ پايلې سره پاى ته ورسېده، خو په دوهمه نيمايي كې يې عمان بريالى شو.
د افغانستان لپاره يوازينى ګول عمران حيدري د پينالټۍ له مخې وواهه.
افغان لوبډلې په دغو سياليو كې د ماليزيا له لوبډلې هم ورته ماتې خوړلې وه او د پرله پسې دوو ماتو له كبله بل پړاو ته له تګه پاتې شوه.
ټاكل شوې سبا د افغانستان او نيپال د فوټبال د ۲۳ كلنو ملي لوبډلې د لوبې ډګر ته ووځي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA