ads

افغانستان ته د بې كيفيته درملو پنځه واردوونکي ونيول شول

پوليسو د ننګرهار ولايت په تورخم بندر کې پنځه تنه هغه کسان نيولي، چې غوښتل يې افغانستان ته بې کيفيته درمل وارد کړي.

نویسنده: mayar
5 وری 1398
افغانستان ته د بې كيفيته درملو پنځه واردوونکي ونيول شول

پوليسو د ننګرهار ولايت په تورخم بندر کې پنځه تنه هغه کسان نيولي، چې غوښتل يې افغانستان ته بې کيفيته درمل وارد کړي.
د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر وايي، پوليسو ته امر شوى، چې د ټولو هغو بې کيفيته درملو مخه ونيسي، کوم چې له نورو هېوادونو افغانستان ته واردېږي او له عاملينو سره يې دې د قانون په رڼا کې چلند ترسره شي.
په افغانستان کې د نورو روغتيايي ستونزو ترڅنګ يوه لويه ستونزه بې کيفيته درمل دي، چې دغه هېواد ته را واردېږي او خلک وايي، د دې پر ځای، چې درمل يې ناروغ ته ګټه ورسوي، زيان ورته اړوي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA