ads

په ننګرهار كې د داعش ډلې يو مهم قوماندان ووژل شو

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، افغان ځواكونو د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې د فاروقي په نوم د داعش ډلې مهم قوماندان له دوو نورو ملګرو سره يو ځاى د عملياتو په مهال وژلى دى.

نویسنده: mayar
5 وری 1398
په ننګرهار كې د داعش ډلې يو مهم قوماندان ووژل شو

د ننګرهار ولايتي چارواکي وايي، افغان ځواكونو د دې ولايت په اچين ولسوالۍ کې د فاروقي په نوم د داعش ډلې مهم قوماندان له دوو نورو ملګرو سره يو ځاى د عملياتو په مهال وژلى دى.
د والي وياند عطاء الله خوږياڼي کليد ته وويل، دا عمليات تېره شپه د اچين ولسوالۍ د عبدالخېلو سيمې د باغ درې په مربوطاتو کې ترسره شوي دي.
د هغه په وينا، د داعش ډلې وژل شوى مهم قوماندان فاروقي د پاكستان د پنجاب ايالت اوسېدونكى و.
داعش ډلې تراوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA