ads

په جلال اباد ښار كې چاودنې شپږ ملكي وګړي ټپيان کړل

د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې په مربوطاتو كې چاودنې شپږ ملكي وګړي ټپيان كړل.

نویسنده: mayar
5 وری 1398
په جلال اباد ښار كې چاودنې شپږ ملكي وګړي ټپيان کړل

د ننګرهار د مركز جلال اباد ښار د لومړۍ ناحيې په مربوطاتو كې چاودنې شپږ ملكي وګړي ټپيان كړل.
د دې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي كليد ته وويل، دا چاودنه نن سهار شاوخوا نهه بجې د يوې ډاكټرې د كتنځاى مخې ته د ځاى پر ځاى شوو چاودېدونكو توكو له كبله شوې، چې په ترڅ كې يې درې ښځې او درې ماشومان سطحي ټپيان شوي دي.
نوموړي زياته كړه، په پېښه كې شاوخوا دوكانونه هم زيانمن شوي دي.
د چاودنې مسووليت تراوسه چا پر غاړه نه دى اخيستى.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA