جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، په هېواد كې د پوهنې كيفيت ته سمه پاملرنه نه ده شوې او بايد په دې برخه كې جدي كار ترسره شي.
نوموړي نن د كابل ښار په اماني لېسه كې د ښوونځيو د نوي ۱۳۹۸يم ښوونيز كال د پيل د زنګ وهلو په مراسمو كې د وينا په مهال په هېواد كې ثبات د پوهنې له كيفيت سره تړلى وباله.
جمهور رئيس غني زياته كړه، د پوهنې د كيفيت لوړولو لپاره به د ټولو ښوونځيو ښوونكي په راتلونكو پنځو كلونو كې لوړې زده كړې ترلاسه كړي.
د هغه په وينا، سږ كال به د هېواد د ټولو ښوونځيو زده كوونكو ته درسي كتابونه ووېشل شي.
د هېواد جمهور رئيس وايي، په ښوونځيو كې له زده كوونكو او ښوونكو سره تاوتريخوالى ورته د زغم وړ نه دى.
د ده په خبره، د زده كوونكو ځورول او د ناحقه نومرو د اخيستلو لپاره د ښوونكو ګواښل بايد په ښوونځيو كې پاى ته ورسېږي. جمهور رئيس غني د پوهنې او جومات د اړيكې پر لا ټينګېدو او له فساد سره پر مبارزې ټينګار وكړ او ويې ويل، د ښوونكو د معاش او مسكن د ستونزو پر حل كار كېږي.
د پوهنې وزارت د معلوماتو له مخې، په روان ښوونيز كال كې به په ټول هېواد كې لږ تر لږه يو ميليون نوي زده كوونكي د راتلونكې غويي مياشتې تر ۲۰مې نېټې ښوونځيو ته جذب شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


