ads

په هلمند كې افغان سرتېرو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند په سنګين ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه كې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
يوې باوري امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط كليد ته وويل، په دې ولسوالۍ كې پرون او تېره شپه د وسله والو طالبانو او افغان ځواكونو ترمنځ جګړه شوې، چې په ترڅ كې يې امنيتي سرتېرو ته تلفات اوښتي دي.

نویسنده: mayar
4 وری 1398

سرچينې په دې تړاو نور معلومات ورنه كړل.
د هلمند د والي وياند عمر ځواك هم په سنګين ولسوالۍ كې جګړه مني، خو وايي، دواړو لورو ته په كې مرګ ژوبله اوښتې ده.
نوموړي كليد ته وويل، د مرګ ژوبلې په اړه به كره معلومات وروسته له رسنيو سره شريك كړي.
وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.
د يادونې وړ ده، چې له څو ورځو راهيسې په سنګين ولسوالۍ كې د امنيتي سرتېرو عمليات روان دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA