د كورنيو چارو وزارت د لوګر د مركز په عمراباد سيمه كې د ځمكې د غصب په تور د شپږو تنو د نيولو خبر وركوي.
دغه وزارت نن په يوه خبرپاڼه كې ويلي، دا كسان د ملي پوليسو د ګرځنده ګزمې په ترڅ کې نيول شوي دي.
بلخوا د كورنيو چارو وزارت په يوه بله خبرپاڼه كې وايي، د بغلان له نشه يي توکو سره د مبارزې پوليسو د عملياتو په مهال ۱۳ کيلو ګرامه هيرويين او چرس کشف او ترلاسه كړي دي.
سرچينه زياتوي، ياد نشه يي توکي په يوه کرولا ډوله موټر کې په ماهرانه توګه ځاى پر ځاى شوي وو او په تړاو يې يو تن نيول شوى دى.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ