په هلمند كې افغان سرتېرو او وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د هلمند په سنګين ولسوالۍ كې د افغان ځواكونو او وسله والو طالبانو ترمنځ په جګړه كې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
يوې باوري امنيتي سرچينې د نوم نه ښودلو په شرط كليد ته وويل، په دې ولسوالۍ كې پرون او تېره شپه د وسله والو طالبانو او افغان ځواكونو ترمنځ جګړه شوې، چې په ترڅ كې يې امنيتي سرتېرو ته تلفات اوښتي دي.