ads

په ننګرهار کې د عملياتو په مهال د اتو ملكي وګړو د مرګ ژوبلې ادعا وشوه

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په ګردي كڅ سيمه كې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواكونو د عملياتو په مهال اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

نویسنده: mayar
4 وری 1398
په ننګرهار کې د عملياتو په مهال د اتو ملكي وګړو د مرګ ژوبلې ادعا وشوه

د ننګرهار د بهسودو ولسوالۍ په ګردي كڅ سيمه كې تېره شپه د ملي امنيت ځانګړو ځواكونو د عملياتو په مهال اتو تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
ځايي اوسېدونکي وايي، په دغو عملياتو كې پنځه وژل شوي او درې ټپي شوي كسان ټول ملکي وګړي دي.
د ګردي کڅ د ځوانانو ټولنې مشر رئيس خان غرني کليد ته وويل، په دې كسانو كې يو شمېر يې د فاتحې لپاره يادې سيمې ته ورغلي وو، چې په يوه حجره كې په ډله ييز ډول وژل شوي او ژوبل دي.
د هغه په وينا، امنيتي ځواكونو پنځه نور ملكي كسان له ځانونو سره بېولي دي.
د ننګرهار ولايتي چارواکي په ګردي کڅ سيمه کې ياده مرګ ژوبله تاييدوي، خو زياتوي، دغه عمليات د دولت د وسله والو مخالفينو د ځپلو په هدف ترسره شوي دي.

 

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA