ads

په ننګرهار كې څلور تړل شوي ښوونځي پرانيستل شول

د ننګرهار په سړو سيمو كې نوى ښوونيز کال د ناامنۍ له كبله د څلورو تړل شوو ښوونځيو په پرانيستو سره پيل شو.
د دغه ولايت د پوهنې رئيس حسيب الله شينواري کليد ته وويل، د ننګرهار په سړو سيمو کې ۲۷۹ ښوونځي موجود دي، چې په کې د ۳۰ فيصده نجونو په ګډون ۱۵۰ زره زده کوونکي زده كړې كوي.

نویسنده: mayar
4 وری 1398

دى وايي، له ډېرو هڅو وروسته وتوانېدل، چې له ۱۴ تړل شوو ښوونځيو څلور يې د زده کوونکو پر مخ بېرته پرانېزي.
د شينواري په خبره، په نوي ښوونيز کال کې به په ننګرهار كې ۲۰۰ ښوونځيو ته ودانۍ او احاطې جوړې شي، چې اته يې په هسکې مېنې ولسوالۍ کې جوړېږي.
هغه په دې ولايت کې د پوهنې په برخه کې د ښوونکو او کتابونو کموالى او د يو شمېر ښوونځيو د ودانيو لپاره د ځمکو نشتوالى لويې ستونزې په ګوته کړې.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA