په افريقايي هېواد مالي کې نامعلومو وسله والو د دوو کليو ټول اوسېدونکي، چې ۱۳۴ تنه کېږي، وژلي دي.
د راپورونو پر بنسټ، دغه بريد نن سهار وختي د مرکزي مالي په فولاني سيمه کې ترسره شوی او په وژل شوو كسانو کې ماشومان، امېدوارې ميندې او بوډاګان هم شامل دي.
رويټرز خبري اژانس راپور وركړى، چې لومړی وسله والو د لومړي کلي ټول اوسېدونکي يوې سيمې ته راټول کړل او له يوې مخې يې په ډزو ووژل، وروسته يې د بل کلي اوسېدونکي هم دغسې ووژل او په پای کې يې ټولو ته اور ورته کړ.
تر دې مهاله د دغو وسله والو د هويت په تړاو څه نه دي ويل شوي او کومې وسله والې ډلې هم د بريد مسووليت نه دی منلی.


