ads

روسيې ټرمپ ته خبرداری ورکړ

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت واشنګټن ته خبرداری ورکړ، که د جولان پر لوړو د اسراييل حاکميت په رسميت وپېژني، د عربو او اسراييلو ترمنځ د سولې هر ډول هوکړې زيانمنولای او ننګولای شي.

نویسنده: mayar
4 وری 1398
روسيې ټرمپ ته خبرداری ورکړ

د روسيې د بهرنيو چارو وزارت واشنګټن ته خبرداری ورکړ، که د جولان پر لوړو د اسراييل حاکميت په رسميت وپېژني، د عربو او اسراييلو ترمنځ د سولې هر ډول هوکړې زيانمنولای او ننګولای شي.
د روسيې د بهرنيو چارو مرستيال وزير ميخاييل بوګدانوف وويل، داسې يو اقدام د اسراييلو او عربو ترمنځ د سولې پخوانۍ او اوسنۍ هڅې لا کمزورې کوي.
نوموړي زياته کړه، داسې يو څه ناارامه کوونکي دي او امريکا په لوی لاس د اسراييلو او عربو ترمنځ د سولې ټول پرمخګتونه ننګوي.
له هغه وروسته، چې د امريکا د جمهور رئيس په توګه ډونالډ ټرمپ واک ته رسېدلی، ځينې داسې کارونه يې کړي، چې د سيمې هېوادونو کلک غبرګونونه يې را پارولي او د وروستيو څرګندونو په تړاو يې هم عربي هېوادونه اندېښمن شوي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA