جمهور رئيس محمد اشرف غني وايي، ۱۳۹۸يم لمريز كال د پرمختګ، سولې او ولسواکۍ کال دى.
نوموړي تېر مازديګر په ارګ كې په عامه او ستراتېژيکو اړيکو کې د ده د ستر سلاکار په توګه د وحيد عمر د معرفۍ په مراسمو كې د هلمند او كندهار ولايتونو پرونيو پېښو ته په اشارې وويل، هر ځل د سولې له مطرح کېدو سره د امتياز ترلاسه کولو لپاره جګړه او تاوتريخوالى تېزېږي، خو بايد د وارخطايۍ او وېرې سبب نه شي.
جمهور رئيس غني زياته كړه، د افغانستان او نورو اسلامي هېوادونو د ديني عالمانو د فتوا پر بنسټ روانه جګړه مذهبي استناد نه لري، نو د پاى ته رسېدو لپاره يې بايد سياسي حل لاره ولټول شي.
د شنبې په ورځ د هلمند په مركز لښكرګاه ښار كې د بزګر ورځې په نمانځغونډه كې دوو ماين چادونو، چې مسووليت يې وسله والو طالبانو ومانه، د دغه ولايت د اقتصاد د رئيس په ګډون څلور تنه ووژل او د څو تنو ځايي چارواكو په ګډون يې ۳۱ نور كسان ټپيان كړل.
بل پلو نامعلومو وسله والو پرون ماسپښين په كندهار ښار كې په ولسي جرګه كې د اروزګان د خلكو استازى عبيدالله باركزى ترور كړ.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


