ads

اسراييلو په غزه کې د حماس په اهدافو هوايي بريدونه کړي

د راپورونو له مخې، نن سهار يوې اسراييلۍ الوتکې په غزه کې د حماس ډلې اړوند د پلټنې دوه پوستې بمبار کړې دي.

نویسنده: mayar
4 وری 1398
اسراييلو په غزه کې د حماس په اهدافو هوايي بريدونه کړي

د راپورونو له مخې، نن سهار يوې اسراييلۍ الوتکې په غزه کې د حماس ډلې اړوند د پلټنې دوه پوستې بمبار کړې دي.
اسراييلو ويلي، دغه بريد يې له هغه وروسته کړی، چې د غزې له مزي دوی ته چاودېدونکي توکي ور واچول شول.
پرون مازديګر هم اسراييلي الوتکو په غزه کې په يوه بريد کې درې فلسطينيان ټپيان کړل.
اسراييلي چارواکي تور لګوي، هغو کسانو، چې د غزې له مزي يې دوی ته چاودېدونکي توکي ور اچولي، هڅه کوله دې سيمې ته اور ورته کړي او له اور اچوونکو بالونونو استفاده شوې ده.
له بل لوري فلسطيني ځوانانو ويلي، د اسراييلو د جنايتونو په وړاندې به غلي کېنني او خپلو دا ډول بريدونو ته به شدت ورکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA