د هلمند د مركز لښکرګاه ښار اړوند په کرزي لوبغالي کې نن سهار شاوخوا ۱۰ بجې د بزګر د عنعنوي جشن په مراسمو کې د دوو پرله پسې ماين چاودنو له كبله ۳۵ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د دغه ولايت د والي وياند عمر ځواك كليد ته وويل، په پېښه كې د هلمند د اقتصاد د رئيس محمد خان نصرت په ګډون څلور تنه وژل شوي او ۳۱ نور ټپيان دي.
نوموړي زياته كړه، په ټپيانو كې په مالي او اداري چارو کې د هلمند د والي مرستيال مجاهدالله صفاري، د ولايتي شورا مرستيال عبادالله عليزی، د اطلاعاتو او کلتور رئيس حميدالله وياړ، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس زلمی الکو او د هغه مرستيال رفيع الله قلم هم شامل دي.
كه څه هم رسنيو په پېښه كې د هلمند د والي تورنجنرال محمد ياسين خان د ټپي كېدو خبره هم كړې وه، خو هغه په يوه ويډويي پيغام كې خلكو ته د خپلې روغتيا ډاډ وركړى دى.
جمهور رئيس محمد اشرف غني ياده پېښه غندلې او ويلي يې دي، تروريستان، چې د وګړو د خوښۍ، روښانه راتلونکې او پرمختګ دښمنان دي، د وېرې او وحشت خورولو لپاره تل پر ملکي تاسيساتو، غونډو، مناسبتونو او عامه ځايونو بريدونه او په دې ډول د جګړې په ډګر کې د خپلې ماتې د پټولو ناکامه هڅه کوي.
د دې چاودنو مسووليت وسله والو طالبانو پر غاړه اخيستى دى.


