په دايكندي كې سږ كال لسګونه زره نيالګي كېنول كېږي

په دايكندي كې به سږ كال له ۶۰ زرو زيات مېوه لرونكي او بې مېوې نيالګي كېنول شي.
د دې ولايت د كرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئيس عبدالواحد فېروزي كليد ته وويل، هلته د نيالګيو كېنولو كمپاين پيل شوى او يوه مياشت به دوام ولري.