د امريكا جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ وايي، د سوريې ټولې سيمې د داعش ډلې له شتونه پاكې شوې دي.
ده په داسې وخت كې دا خبره كړې، چې د سوريې په باغوز سيمه كې اوس هم جګړه دوام لري.
ټرمپ پرون خبريالانو ته په يوه نقشه كې وښودل، چې د نوموړي د ټاكلو په مهال داعشيان چېرته وو او دمګړۍ چېرته موجود دي.
د امريكا جمهور رئيس وويل، هغه وخت را رسېدلى چې ووايي، داعش ډله د سوريې پر هېڅ ځاى حاكميت نه لري.
وړاندې د سپينې ماڼۍ وياندې سارا سنډرز هم ويلي و، چې په سوريه كې د داعش خلافت له منځه تللى، خو د دغه هېواد ډيموكراټيك ځواكونه، چې امريكا يې ملاتړ كوي وايي، په سيمه كې اوس هم جګړه روانه ده.
پر دې سربېره د ملګرو ملتونو په سازمان كې د سوريې سفير بشار جعفري ويلي، هلته د داعش ډلې حاكميت تراوسه پاى ته نه دى رسېدلى.
نوموړي ادعا کړې، د سوريې حکومتي ځواکونه، چې د ايران او روسيې ملاتړ له ځان سره لري، په حقيقت کې د داعش ډلې په ضد جنګېږي، نه د متحدو ايالتونو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


