د هېواد په لوېديځ كې پخوانى جهادي قوماندان محمد اسماعيل د امريكا او طالبانو د استازو پر خبرو په نيوكې سره وايي، د افغانستان سوله عربي هېوادونو او امريكا برمته كړې ده.
نوموړي نن په هرات كې د خپل زوى ميرويس صادق د مړينې د ۱۵م تلين په نمانځغونډه كې وويل، قطر، سعودي عربستان او نور عربي هېوادونه او امريكا د افغانستان د سولې په بهير كې مداخله كوي او دوى دا بهير برمته كړى دى.
د هغه په وينا، د سولې خبرې بايد د ملګرو ملتونو سازمان تر څار لاندې د افغان حكومت، سياسيونو، مجاهدينو او طالبانو ترمنځ ترسره شي، ترڅو افغانستان له بحران او تحميل شوې جګړې نجات پيدا كړي.
دا په داسې حال كې ده، چې څه موده وړاندې د هېواد د ملي امنيت سلاكار حمدالله محب هم د طالبانو له استازو سره د افغانستان د سولې لپاره د امريكا د بهرنيو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر مذاكراتو نيوكه كړې وه او ويلي يې و، خليلزاد د خپلې شخصي ګټې په لټه كې دى.
واشنګټن د محب د څرګندونو په غبرګون كې نوموړى احضار كړ او د هغه له دفتر سره يې خپلې ټولې اړيكې پرې كړې.


