كابلوف: په افغانستان كې واك ته بېرته د طالبانو رسېدل له اټكله لرې نه دي

د افغانستان لپاره د روسيې د جمهور رئيس ځانګړى استازى ضمير كابلوف وايي، په افغانستان كې واك ته بېرته د طالبانو رسېدل او د دوى له لوري د قدرت انحصار له اټكله لرې نه دى.